د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين له لي شانګ فو سره وکتل
CMG2023/04/17 11:09:17
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين پر ځايي وخت د اپرېل په ۱۶مه نېټه په مسکو کې د چين د دولتي شورا له غړي او دفاع وزير لي شانګ فو سره وکتل.

پوتين وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې له روسيې څخه ليدنه وکړه اوې سفر سترې لاسته راوړنې يې درلودې. مونږ په نوې زمانه کې د روسيې او چين د اړيکو د پرمختګ لپاره پلانونه او ترتيبات جوړ کړل او موافقه مو وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ لا پياوړې کړو او د اقتصاد، کلتور او ښوونې په برخو کې همکاري ژوره کړو.

پوتين زياته کړه، د روسيې او چين پوځي همکاري په خپلمنځي اړيکو کې مهم ځای نيولی دی، هيله ده چې دواړه پوځونه به په ګډو مانورو، مسلکي تبادلو او نورو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او متقابل ستراتيژيکي باور په پرله پسې توګه ژور کړي.

لي شانګ فو وويل، د دواړو هيوادونو مشرانو د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لوری ټاکلی، په نوې زمانې کې د چين او روسيې هراړخیزې ستراتيژيکې اړیکې لا ټينګې شوې، د دواړو هېوادونو متقابل نظامي باور پر له پسې توګه پياوړی شوی او د همکاريو سترې پايلې درلودې دي. چين غواړي له روسيې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شوې موافقې پلې کړي، د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ ستراتيژيکي تبادلې زياتې کړي، څو اړخيزې همغږۍ او همکارۍ پياوړتيا تر سره کړي او د نړۍ او سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره نوې مرستې وکړي.