سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله ۸۳ کسان وژل شوي او ۱۱۲۶ نور ټپیان دي
CMG2023/04/17 14:58:53
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرنه ښيي، چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله د دغه هېواد په پلازميه خرطوم، ۸۳ کسان وژل شوي او ۱۱۲۶ نور ټپیان شوي دي.  دغې جګړې د سوډان د پلازمينې خرطوم، جنوبي کوردوفان او شمالي دارفور او شماليه ايالتونو په ګډون ډېرو ځايونو کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.

سرچینه وايي چې مرګ ژوبله په پلازمينه خرطوم کې تر ټولو زیاته ښودل شوې ده.

د عربليګ ټولنې د اپريل د ۱۶ مې نېټې په ماسپښين د مصر او سعودي عربستان په غوښتنې د مصر په پلازمينه قاهره کې يوه بېړنۍ غونډه رابللې او د دې سازمان د غړو هېوادونو استازو  پکې د سوډان په وضعيت بحثونه کړي او له غونډې وروسته يې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سوډان د جګړې له ښکيلو خواوو څخه غوښتي چې سمدستي جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سوله ييزو خبرو څخه کار واخلی، نوموړو همدارنګه پر دې ټينګار کړی چې عربليګ به د سوډان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي.