«د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو د چارو په اړه د شي جين پینګ د مهمو تيوريو د مطالعې کتاب» خپور شو
CMG2023/04/17 15:09:51
شريکول:

«د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو د چارو په اړه د شي جين پینګ د مهمو تيوريو د مطالعې کتاب» چې د چين د کمونېست ګوند د کليوالو چارو د مرکزي لارښوونکې ډلې د دفتر لخوا ليکل شوی، په دې وروستيو کې د دغه هېواد د خلکو مطبعې او د چين د کرنې مطبعې لخوا خپور شوی دی.

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس راهیسې چې په ۲۰۱۲م کال کې ترسره شوی، د شي جين پينګ په مشرۍ د دغه ګوند مرکزي کمېټې د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو چارې تر ټولو مهمې بللې او د پرمختګ لپاره يې ډېر کارنده اقدامات غوره کړي او د دوامدارو هڅو په نتيجه کې يې د دغه هېواد کرنيزو او کليوالو چارو ارزښتناک پرمختګونه کړي او لوی مثبت بدلونونه پکې رامنځته شوي دي. د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو د چارو په اړه د شي جين پینګ مهمې تیورۍ د چيني ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي مفکورې يوه مهمه برخه ده او په نوې زمانه کې د دغو چارو د پرمختګ لپاره هدایت او لارښوونه ترسره کوي.

دغه کتاب په ۱۶ برخو ويشل شوی او د چين د کرنې، کليوالو سيمو او بزګرانو د چارو د تاريخ، ستراتېژۍ، د پرمختګ هدف او مهمو دندو په اړه معلومات پکې ورکړل شوي، دغه راز د دغو چارو ميکانيزمونه او اړوندې پاليسۍ او سيستمونه هم پکې معرفي شوي دي.