د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اپرېل په ۱۷مه نېټه وويل، د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي او د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزيز آل سعود يو بل ته د سفر بلنې ورکړې دي.
کنعاني په همدې ورځ په يوه عادي خبري غونډه کې رسنيو ته وويل، ايران ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان بلنه رسېدلې چې د ايران له ولسمشر رئيسي يې پلازمينې رياض ته دعوت کړی دی.
ده ويلي چې رئيسي دغه بلنې ته ليکلی ځواب ورکړی او له سامانه يې غوښتي چې د ايران پلازمينې تهران ته سفر وکړي.
کنعاني زياته کړه چې د ايران د بهرنيو چارو وزير اميرعبداللهميان د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فیصل بن فرحان آل سعود هم یو بل ته د لیدنې بلنې استولې دي. د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ ليدنې به د لازمو پلانونو له بشپړېدو وروسته ترسره شي. دواړه هېوادونه هم د اقتصاد، سوداګرۍ، کلتور، سپورت او امنيت په برخو کې د همکاريو د تړونونو په پلي کولو بوخت دي.