له ۶۷ کلونو راهيسې د چين د وارداتو او صادراتو معاملوي نندارتون د صادراتو عمومي ارزښت ۱۵۰۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلی
CMG2023/04/18 15:15:17
شريکول:

د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۳م معاملوي نندارتون اوس په ګوانګ جو ښار کې روان دی او ډېر نويِ تخنيکونه، توليدات او تجهيزات پکې نندارې ته وړاندې کيږي. د دې نندارتون د جوړېدو په ۶۷ کلنه موده کې د صادراتو عمومي ارزښت ۱۵۰۰ ميليارډه امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د توليداتو جوړښت او کيفيت په پر له پسې توګه غوره شوی او د نړيوالو سوداګرو پام يې هم جلب کړی دی.

په سږني نندارتون کې هغه غرفه چې کتوونکو ته (ځيرک کوټ بند) پکې ښودل کيږي،  په تېرو دوو ورځو کې يې د ډېرو سوداګرو پام راجلب کړی دی. د دې نندارتون یوه ګډونوال لو بو چیانګ ويلي: کله چې ما په ۲۰۱۹ کال کې په دې نندارتون کې ګډون کاوه، يوازې ساده کورني وسايل مې ور وړي وو. خو د بازاري اړتياوو په بدلېدو سره مې له وروستيو کلونو راهيسې ټول پر ځيرکو مصنوعي توليداتو بدل کړي دي. هغه وویل، چې په اروپا او امريکا کې سوداګر عصري تخنيکي توليداتو ته ډېره پاملرنه کوي او هغوی په نندارتون کې ځينې نوي توليدات پيدا کوي، د بېلګې په توګه د نوې انرژۍ اړوند توليدات. همدا اوس چې دغه ډول کوټ بند بهرنیو سوداګرو ولېدل، سمدلاسه يې واخیستل.

په دې نندارتون کې ډېرو تصديو، کتوونکو ته نوي توليدات، تخنيکونه او تجهيزات وړاندې کړي چې ډېر سوداګر يې جلب کړي او د همکارۍ غوښتنه يې کړې. د چين عصري صنعتي سيستم په دې نندارتون کې د پاملرنې وړ ټکی ګرځېدلی دی.

په سږني نندارتون کې توليدي او شخصي تصدۍ د نندارتون د ګډون کوونکو تر ټولو لویه برخه نيسي او جوړښت يې لا غوره شوی او د توليداتو کيفيت يې لا لوړ شوی دی چې دا هم د پاملرنې وړ ټکی دی. د دې نندارتون په موده کې شاوخوا اته سوه زره ډوله نوي توليدات نندارې ته ښودل کېږي او د نويو توليداتو په اړه به درې سوه خبري ناستې هم تر سره شي.

د کورنيو وسایلو د یوه جوړونکي شرکت د عمومي مدير مرستيال جانګ چينګ فو ويلي: موږ نه يوازې مشتريانو ته توليدات راوړو، بلکې د هوسا ژوند د تر لاسه کولو لپاره هغوی ته مناسبه لايحه هم جوړوو.

نه یوازې د ګډون کوونکو تصديو جوړښت لا غوره شوی بلکې په ښودل شويو توليداتو کې بدلونونه هم راغلي دي، له دې ټولو ښکاري چې صنعتي جوړښت لا نوی او ښه شوی دی. په همدې وجه ډېر کورني او بهرني سوداګر هم راجلب شوي دي. بنګلاديشي سوداګر مي تونګ داسې ويلي: اوس په چین کې علمي او تخنيکي پرمختګ چټک شوی دی. زما په هېواد کې الکترونکي توليدات ښه بازار لري. دغه نندارتون زما لپاره يو ښه فرصت دی، نو غواړم چې همدغه ډول توليدات واخلم او له اړوندو تصديو او شرکتونو سره همکارۍ وکړم تر څو بنګلاديشيان د چين د عصري تخنيک په باب لا زيات معلومات تر لاسه کړي. په ورته وخت کې به زه هم د هېواد په دننه کې د ځينو نورو ډګرونو له لارې د چيني توليداتو او کلتور په شمول زيات معلومات خپلو هېوادوالو ته وړاندې کړم.

د ياد نندارتون د مرستيال سرمنشي او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ مرکز مرستيال ون جونګ ليانګ وویل: دغه نندارتون نه يوازې د چين د ورخلاصون لپاره مهمه کړکۍ ده، بلکې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ يو مهم ډګر ګڼل کېږي. د دغه نندارتون ګډون کوونکي په حضوري توګه پکې ګډون کوي. له دې ښکاري چې چين به له خپل غوره والي په استفادې سره په نړيوالې سوداګرۍ کې فعال ګډون ته ادامه ورکړي او د ځاني پرمختګ ترڅنګ به نړۍ ته هم ګټې ورسوي. هغه وويل،  د دغه نندارتون د جوړېدو له ۶۷ کلونو راهيسې د صادراتو عمومي ارزښت ۱۵۰۰ ميليارډه امريکايي ډالره و او د ګډون کوونکو سوداګرو شمېر شاوخوا لس مليونه تنو ته رسېدلی چې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پرمختګ لپاره يې ځانګړی او مهم رول لوبولی دی. په نوې زمانه کې به دغه نندارتون په دوامداره توګه د ورخلاصون د لا پراخوالي او د چيني او بهرنيو سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا لپاره مهم پل وګرځي.