د چين د مصرفي توکو درېيم نړيوال نندارتون پای ته ورسيد
CMG2023/04/18 14:18:25
شريکول:

د چين د مصرفي توکو درېيم نړيوال نندارتون پای ته ورسيد

د چين د مصرفي توکو درېيم نړيوال نندارتون، چې شپږ ورځې يې دوام درلود، د اپرېيل په ۱۵مې نېټې پای ته ورسېد. د ۶۵ هېوادونو او سيمو ۳۳۸۲ مصرفي برنډونو په دغه نندارتون کې ګډون وکړ، چې دغه شمېر د تېرې دورې په پرتله ۱۹سلنه زياتوالی ښيي او د نندارچيانو شمېر له ۳۲۰ زرو تنو زيات و.

د دغه نندارتون موخه د مصرفي باور هڅونه او د مصارفو پياوړتیا وه. د نندارتون د مساحت او د برخوالو هېوادونو، شرکتونو ، پېرودونکو سوداګرو او نندارچيانو شمېر، د تېرو دورو په پرتله زیات ښودل شوی دی. د ايټاليا، فرانسې، جرمنۍ، جاپان، کوريا جمهوريت، ويتنام، اندونيزيا او تايلند په شمول د ۳۵ هېوادونو او سيمو تر ۲ زرو زياتو پېرودونکو سوداګرو په دغه نندارتون کې سوداګريز بحثونه کړي دي.

عکسونه:

د نندارتون پر مهال د نندارچيانو ګڼه ګوڼه