د سږکال په لومړۍ ربع کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۲۸ زره او ۴۹۹ مليارډه او ۷ سوه ميليونه يوانه و
CMG2023/04/18 15:46:21
شريکول:

د چين د شمېرنې ملي ادارې د اپرېل په اتلسمه نېټه تازه شمېرنه خپره کړې، چې له مخې يې د سږکال په لومړيو درېيو مياشتو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا وقايې او کنټرول وضعيت ثابت دی، توليدي اړتياوې زياتې شوې، روزګار او د توکو بيې ثابتې پاتې شوې، د خلکو عايدات لوړ او د بازار په اړه اټکل ښه شوی دی.

د سږکال په لومړۍ ربع کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۵ سلنه زيات شوی، مصرف د دغه هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د مرکزي انجین رول بولولی او په ورته موده کې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۸ سلنه زياتوالی ښيي.