په دې وروستيو کې د ۷ هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزيرانو غوڼده په جاپان کې پرانيستل شوه. په دې غونډه کې پر دې ټينګار وشو چې چين بايد په يو اړخيز ډول د اوسني وضعيت د بدلولو لپاره د زور کارولو هڅه ونه کړي او په دې باور دی چې د تایوان تنګي د سولې او ثبات ډير مهم دی.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپرېل په ۱۷مه نېټه په دې اړه ويلي، د تايوان مسئله د چين کورنۍ چاره ده، د بهرنۍ لاسوهنې اجازه نه ورکول کېږي. د تايوان تنګي حالاتو ثبات او د سيمه ييزې سولې او ارامۍ ساتل دې ته اړتيا لري چې په څرګنده توګه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وشي او د تايوان د هر ډول جلا غوښتونکو له فعاليتونو سره مخالفت وشي.
وانګ ون بين وويل چې په نړۍ کې د چين په نوم يوازې يو هېواد شته او تايوان د چين يوه برخه ده. د چين ولسي جمهوريت حکومت د چين هېواد د يوازېنی قانوني حکومت دی. دا د يو چين پېژندنې بنسټيز اصل او د تايوان تنګي په اوږدو کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره کليدي شرط دی.