د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۱۷مه نېټه د فلسطين د بهرنيو چارو له وزير رياض مالکي او د اسرائيلو د بهرنيو چارو له وزير ايلی کوهين سره په جلا جلا توګه ټيلېفوني خبرې وکړې.
چين ګانګ له مالکي سره په خبرو کې وويل، چين په دې وروستيو کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړې سختېدو ته پاملرنه کړې او په دې مناسبت يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا سلامشورې هڅولې، له نړيوالې ټولنې سره يې د نظريو تبادله کړې او د حالاتو د ارامولو لپاره يې هڅې کړې دي.
چين د ملګرو ملتونو له اړوندو پرېکړه ليکونو څخه سرغړوونکې خبرې او کړنې غندي، له دې څخه ملاتړ کوي چې فلسطين او اسرائيل دې د دوو هېوادونو د لايحې پر بنسټ ژر د سولې خبرې اترې بيا پيل کړي او هيله لري، چې په دغه بهير کې مثبت رول لوبوي.
مالکي د فلسطين په چارو کې د چين د څرګند دريځ ستاينه وکړه او په دې مناسبت يې له چينه مننه وکړه، چې د فلسطين له ځان بسياينې او د خپلواک هېواد د جوړونې ملاتړ کوي.
چين ګانګ له کوهين سره خبرو کې وويل، د سولې د خبرو اترو بيا پيل او د دوو هېوادونو لايحې تطبيق د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د ترينګلو حالاتو د حل اصلي لاره ده. چين دواړه هېوادونه هڅوي، چې سياسي وړتيا وښيي او د سولې د خبرو اترو لپاره ګامونه پورته کړي. چين به د دغه بهير لپاره اسانتياوې برابرې کړي. چين د دغې مسئلې په اړه هيڅ شخصي ګټه نه لټوي او يوازې هيله لري، چې دواړه خواوې په سوله کې ګډ ژوند وکړي او سيمه کې سوله او ثبات تامين کړي.
کوهين له چينه مننه وکړه او و يې ويل، چې اسرائيل د حالاتو د ارامولو په هڅه کې دی، خو دغه مسئله په لنډه موده کې نه شي حل کېدای. اسرائيل د چين اغېزې ته په درنه سترګه ګوري، د ايران ذروي مسئلې ته پام لري او هيله لري، چې چين د دغې مسئلې په حال کې مثبت رول ولوبوي.