نژدې ۶۰ ناقانونه کډوال په مالتا سمندرګي کې ژغورل شوي
CMG2023/04/18 10:46:37
شريکول:

د مالتا خبري رسنيو خبر ورکړ، هغه شاو خوا ۶۰ ناقانونه کډوال چې د مالتا په سمندرګي کې له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي او د اپرېل د ۱۷مې نېټې په شپه د دغه هېواد جنوبي بندر مارساکسلوک ته انتقال شوي دي.

د دغه خبر له مخې، د دغو ناقانونه کډوالو ۲ وړونکې بېړۍ له ناڅاپي پېښې سره مخ شوې او بيا د مالتا او ليبيا ترمنځ سمندرګي کې د مالتا د ۲ سوداګريزو بېړيو له خوا وژغورل شول. ورپسې دغه کډوال د مالتا د ځواکونو د بېړۍ له لارې د اپرېل د ۱۷مې نېټې په شپه ماساکسلوک ته رسېدلي دي.

تر اوسه د دغو کډوالو په اړه مشخص معلومات نه دي خپاره شوي.