د سعودي عربستان په مشرۍ د يو شمېر هېوادونو د ائتلافي ځواکونو ویاند ترکي ملکي د اپريل په ۱۷مه نېټه اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د بشري خواخوږۍ د وړانديز له مخې، يادو ائتلافي ځواکونو په همدې ورځ ۱۰۴ حوثي وسله وال خوشي کړي. له دې وروسته د ائتلافي ځواکونو او حوثي وسله والو ترمنځ د اسيرانو د خوشي کيدو بهير پای ته رسېدلی.
د سعودي عربستان رسنيو د ترکي ملکي له قوله ويلي، چې د بنديانو آزادېدل د ائتلافي ځواکونو او د سره صليب نړيوالې ټولنې لخوا په ګډه تر سره شوي. ياد ۱۰۴ اسيران په همدې ورځ د یمن پلازمېنې صنعا ته بېرته رسېدلې دي.
ترکي ملکي ويلي، چې ياد وړانديز د سعودي عربستان د هغه پخواني وړانديز، چې د اسيرانو د خوشي کېدو لپاره يې وکړ، موخه يې د يمن مسئلې د سياسي حل لپاره ګټوره زمينه برابرول دي.