چين هيله لري چې د يمن مسئلې د سياسي حل په برخه کې واقعي ګامونه پورته کړي
CMG2023/04/18 10:31:49
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د اپريل په ۱۷مه نېټه د امنيت شورا د يمن مسئلې په ناسته کې په خپله وينا کې ويلي، هېواد يې د یمن مسئلې له اړوندو خواوو څخه هيله لري، چې د يمن مسئلې د سياسي حل په برخه کې واقعي ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي، اوس د يمن سياسي بهير مخ په ښه کېدو روان دی. اړوندې خواوې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کوي، د سعودي عربستان او عمان په شمول د سیمې يو شمير هېوادونه د يمن د وضعيت د ارامولو او د دايمي اوربند لپاره ډېره هڅه کوي. چين له یادو هڅو هرکلی او د سولې او ډيالوګ لپاره د ملګرو ملتونو د يمن مسئلې د ځانګړي استازي حانس ګروندبېرګ د هڅو ستاينه کوي. چين د يمن مسئلې له اړوندو خواوو هيله لري، چې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، د يمن سياسی بهير ته وده ورکړي او د خلکو ستونزې حل کړي.

نوموړي دې ته اشاره کړی، چې په دې وروستيو کې د يمن امنيتي وضعيت خراب شوی دی. هېواد يې له اړوندو خواوو، په تېره بيا حوثي وسلوالو څخه غواړي چې سړه سينه وساتي، متقابل اعتماد خراب نه کړي او لمسوونکي اقدامات تر سره نه کړي، څو امنيتي وضعيت نور سخت نه شي او د يمن مسئلې د سیاسي حل لپاره ښه زمينه برابره کړي.