په اسرائيلو کې د يهوديانو د عام وژنې د يادونې فعاليت تر سره شو
CMG2023/04/18 15:03:03
شريکول:

اسرائيلو د يهوديانو د عام وژنې د يادونې فعاليت د اپرېل د ۱۷مې نېټې په ماښام په بيت المقدس کې تر سره کړ، څو په دوهمه نړيواله جګړه کې د ژول شويو يهوديانو لپاره خواشيني څرګنده کړي.

د اسرائيلو ولسمشر اسحاق هيرزوګ په دغه فعاليت کې وويل، اسرائيل له ټولنې د ورکېدو له خطر سره مخ دی او خلک بايد يو موټی پاتې شي، له هر ډول دوښمنۍ، د يهوديانو ضد غوښتنې او نژاد پرستۍ سره دې مبارزه وکړي او د دايمي ملي ثبات او سمسورتيا لپاره دې ګډې هڅې کړي.

د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې تاريخ دې له خپل زړه او ذهن څخه نه باسي او له تاريخ څخه دې زده کړې وکړي. نوموړي زياته کړه، چې اسرائيل به د اوسنيو بهرنيو خطرونو په وړاندې هر اړين اقدام ونيسي. بر سېره پر دې، هغه د سولې د هڅولو هيله وښودله.