د سمندري چارو نړيوال سازمان سرمنشي د چين د لاسته راوړنو ستاينه وکړه
CMG2023/04/18 10:37:57
شريکول:

۲۰۲۳م کال د سمندري چارو په نړيوال سازمان کې د چين د رسمي څوکۍ د اعاده کېدو له ۵۰مې کليزې سره برابر دی. د دغه سازمان سرمنشي کيتاک ليم څو ورځې مخکې په دې مناسبت د چين ستاينه وکړه، چې دغه هېواد د نړيوالو سمندري چارو د ادارې او د سمندري ټرانسپورټ د پرمختګ د هڅونې لپاره خدمتونه کړي او ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

کيتاک ليم د اپرېل په ۱۴مه نېټه په لندن کې د سمندري چارو نړيوال سازمان په مقر کې په بريتانيا کې د چين له سفير جنګ ځه ګوانګ سره په ليدنه کې يادې څرګندونې وکړې.

کيتاک ليم د دغه سازمان له دارالانشا څخه د چين د ملاتړ مننه وکړه او و يې ويل، چين د سمندري ټرانسپوټ له امله د شنو خونو ګازونو د ايستنې د کمولو په اړه د خبرو اترو او نورو مهمو مسئلو کې مرکزي رول لوبولی. د دغه سازمان دارالانشا له چين سره نژدې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري.