روبرټ کورن: ټوله نړۍ به د چين له عصري کېدو څخه ګټې واخلي
CMG2023/04/18 10:44:23
شريکول:

د امريکا د کورن صندوق مشر روبرټ کورن په دې وروستيو کې چيني خبري رسنيو ته ويلي، چين د يو کمربند او يوې لارې په شمول د پېشنهادونو له لارې د پرمختګ په اړه خپلې تجربې له نورو پرمختيايي هېوادونو سره شريکې کړې او د چين عصري کېدل به ټولې نړۍ ته ګټې ورسوي.

روبرټ کورن د چين پېژندنې مشهور کارپوه دی او د چين د اصلاحاتو د دوستۍ مډال يې تر لاسه کړ.

کورن له خبريالانو سره په مرکه کې ويلي، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټ اېښی دی. هغه د نړيوال پرمختګ په اړه د چين پېښنهاد د يادولو په ترڅ کې وويل، د ده په اند د دغه پېشنهاد له مخې به د بشپړو اساسي تاسيساتو د ابادۍ پر بنسټ ځانګړې اقتصادي سيمې جوړې شي او د طبي چارو او ښوونې په شمول د عامه خدمتونو د لوړوالي لپاره به ګامونه پورته شي. د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد، د نړيوال پرمختګ پېشنهاد او د نړيوال تمدن پېشنهاد د پرمختګ بهير ښيي.

نوموړي وويل، چين د نړۍ له نورو هېوادونو څخه د نړيوال کېدو لپاره زياتې هڅې کړې، ځکه د دغه هېواد پرمختګ د نړيوال کېدو له ګټو څخه کار اخيستی. هغه زياته کړه، چې ټوله نړۍ به د چين له عصري کېدو څخه ګټې واخلي.