د چين او روسيې د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ فورم پر اقتصادي همکارۍ تمرکز کړی
CMG2023/04/19 11:20:45
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د چين او روسيې د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ فورم د اپرېل په ۱۷مه نېټه د مسکو د ګرين ووډ په نړيوال سوداګريز مرکز کې تر سره شو. د چين او روسيې استازو د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعنوي اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا او د نويو صنعتونو د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ د هڅولو په اړه ژورې خبرې اترې وکړې.

په بهر کې د چيني صنايعو د پرمختګ ټولنه، د روسيې د علومو اکاډمۍ علمي کمېټه او د روسيې او چين د سوداګرۍ ټولنه په ګډه د دغه فورم کوربتوب کوي.

په بهر کې د چيني صنايعو د پرمختګ ټولنې مشر هه جن وې په خپله وينا کې ويلي، چې دغه فورم د چين د بېلا بېلو سيمو او صنايعو سوداګرو ته بلنه ورکوي، څو د چيني او روسي تصديو ترمنځ د اغېزمنې او عملي همکارۍ ډګر جوړ کړي او د دواړو هېوادونو د تصديو خاوندانو تر منځ د مخامخ پوهاوي او تبادلو لپاره يې بنسټ کېږدي. (ژباړه: شکريه)