د چين او منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو ترمنځ سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا په حال کې دي
CMG2023/04/19 11:55:13
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزير وانګ ون تاو د اپرېل په ۱۸مه نېټه وويل، چې په ۲۰۲۲م کال کې د چين او منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۷۰ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی و، چې دا رقم د تېرو کلونو په پرتله لوړ تللی دی. د سږ کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين او منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ سلنه زياتوالی ښيي، چې د قوي پرمختګ تمايل يې ساتل شوی.

د چين او منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو لومړۍ غونډه په همدې ورځ په انلاين توګه تر سره شوه. د چين د سوداګرۍ وزير په دغه غونډه کې وويل، چې چين سږ کال د منځنۍ اسيا له ۵ هېوادونو سره همکاريو کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي، چې پکې د يو کمربند او يوې لارې د همکاريزو سندونو او د سوداګريزو همکاريو د منځني او اوږد مهالي پلانونو لاسته راوړنې پکې شامل دي. روان کال د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د اصولو د تطبيق پيل دی او د چين او منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو ترمنځ د همکاريو فرصتونه به لا زيات شي.

د منځنۍ اسيا د ۵ هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو هيله وښودله، چې له چين سره د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي، د سوداګرۍ، پانګونې، ډيجیټلي اقتصاد، زرغون پرمختګ او بهرنيو ترانسپورټي چارو په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ پياوړې شي.

د غونډې ۶ ګډونوالو وزيرانو په اتفاق سره وويل، چې د چين – منځنۍ اسيا د سرمشريزې پر مهال به د لاسته راوړنو سند لاسليک کړي او د منځنۍ اسيا د توليداتو انلاين سوداګريز فعاليت به جوړ کړي.