د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټه: د لومړۍ ربع وضعيت د چين د اقتصاد حياتي ځواک ښودلی
CMG2023/04/19 15:37:05
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د اپرېل په ۱۹مه نېټه يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د دغې کمېټې وياند منګ وې وويل، چې د سږکال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د اقتصادي پرمختګ وضيعت ښه روان دی او دا ښيي، چې د چين اقتصاد انعطاف منونکی قوت او حياتي ځواک لري.

د معلوماتو له مخې، د سږ کال په لومړۍ ربع کې د چين او اروپا ترمنځ ۴۱۸۶ باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او ۴۵۰ زره معياري کانتينرونه يې انتقال کړي، چې يادې شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۱۵٪ او ۲۸٪ زياتوالی ښيي.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې د سږ کال په لومړۍ ربع کې د ثابتو شتمنيو په برخو کې د پانګونې ۴۲ پروګرام تصويب کړی، چې عمومي ارزښت يې ۲۸۰ ميليارډه او ۳ سوه ميليونه يوانه دی چې زياتره يې د پرمختللې ټېکنالوژۍ، انرژۍ او اوبو لګولو پروژې دي.