د جي۷ د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې پر چين بې ځايه تورونه ولګول
CMG2023/04/19 11:18:09
شريکول:

په دې وروستيو کې د جي۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې په بد نيت د چين د چارو په اړه څرګندونې وکړې. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپرېل په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د يادو څرګندونو په اړه وويل، چې چين د نوموړې غونډې د کړنې په مناسبت ډېر ناخوښه دی او ورسره ټينګ مخالفت کوي او د دغې غونډې کوربه هېواد جاپان ته یې جدي احتجاج وړاندې کړی.

د خبر له مخې، د جي۷ هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په جاپان کې ترسره شوه او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړه، چې پکې د تايوان تنګي د سولې او ثبات مهم ارزښت یې بيا تایيد کړ، د ختيځ سمندرګي، جنوبي سمندرګي، شينجيانګ او شي ځانګ چارو په اړه يې پاملرنه څرګنده کړه او له چين څخه يې د سوداګرۍ د شفاف، اټکل کېدونکي او عادلانه چاپېريال د تامينولو غوښتنه وکړه.

وانګ ون بين د يادې غونډې په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې دغې غونډې د چين په جدي دريځ او عيني حقيقت سترګې پټې کړې، د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه کړې او پر چين يې بې ځايه او بې بنسټه تورونه لګولي او هغه ډول اعلاميه يې خپره کړې، چې له غرور او تعصب څخه ډکه ده او د چين د پرمختګ د مخنيوي پر وړاندې بد نيت لري.

 وانګ ون بين وويل، چې چين د نړۍ ډېر فعال او پټ توان لرونکی بازار دی او بهرنيو پانګوالو ته يې د سوداګرۍ د ثابت، عادلانه، شفاف او اټکل کېدونکي چاپېريال د برابرولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د جي۷ هېوادونو ډلې ځينو غړو هېوادونو د بازاري اقتصاد او عادلانه سيالۍ اصولو ته له پروا کولو پرته او د ملي امنيت له مفکورې څخه په ناوړې استفادې سره د نورو هېوادونو د تصديو لاره تنګه کړې. دغه هېوادونه پر چين د نیوکې حق نه لري.