چين له اړوندو خواوو غوښتي چې په ګډه د ليبيا د سياسي بهير پرخ بوزي
CMG2023/04/19 14:35:50
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي مرستيال داې بينګ د اپرېل په ۱۸مه نېټه د امنيت شورا د ليبيا مسئلې په اړه یوه ناسته کې وویل، اړوندې خواوې دې د ليبيا سياسي بهير د پرمختګ لپاره  په ګډه کار وکړي.

داې بينګ وويل، په دې وروستيو کې د ليبيا ملي کانګرس او ملي سترې کمېټې د "6+6" ګډې کمیټې (the 6+6 joint committee) د جوړولو اعلان وکړ او د اساسي قانون د تدوین په څېر د مسئلو لپاره یې غونډه وکړه. د ليبيا مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي عبدالولي بطلي د لیبیا له بېلابېلو خواوو سره په پراخه کچه خبرې اترې وکړې. مصر او نورو هېوادونو د جوړجاړي او منځګړیتوب لپاره ډېرې هڅې کړې دي. په اوسنیو شرایطو کې ټولې خواوې د ليبيا د سیاسي کړکېچ د حل لپاره د ګډ ځواک جوړولو هڅه کوي. په لیبیا کې بېلابېلې خواوې باید د پخوانيو جوړ شويو شرایطو پر بنسټ ډيالوګ ته دوام ورکړي، څو چې د اختلافاتو د له منځه وړلو او ژر تر ژره د ټولټاکنو د ترسره کولو لپاره کار وکړي.

نړيواله ټولنه بايد پر دې ټينګار وکړي چې د ليبيا سياسي بهير دې د ليبيايانو تر لارښوونې او مالکيت لاندې پرمختګ وکړي، د ښکيلو خواوو اندېښنو ته دې پام وشي، د دغه هېواد سیاسي بهير ته دې رغنده مرسته وشي او د بهرنيو لاسوهنو څخه دې ډډه وشي.