د تونس ولسمشر: له سوریې سره د اړیکو د بیا رغولو لپاره کلک هوډ لرم
CMG2023/04/19 14:28:22
شريکول:

د تونس ولسمشر قيس سيد د اپرېل په ۱۸مه نېټه د دې هېواد په پلازمېنه تونس کې د سوريې د بهرنيو چارو وزیر فيصل مکداد سره په کتنه کې وويل، تونس په کلک هوډ غواړي چې له سوريې سره د ټينګې تاريخي ورورګلوۍ او همکارۍ بيا اعاده کړي او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو مسئلو په اړه د سلا مشورو او همکارۍ بهیر پياوړی کړي.

د تونس ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ولسمشر په دې کتنه کې د تونس او سوريې ترمنځ پر مدني عموميت، د دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت او  له ټولو ننګونو سره د ګډې مبارزې پر ارادې ټينګار وکړ.

مکداد د تونس په بلنه د روانې مياشتې په ١٧ نېټه د درې ورځني سفر لپاره تونس ته لاړ.

تونس او سوريې د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه په ګډه اعلاميه کې وويل چې دواړه هېوادونه به خپل سفارتونه بيا پرانيزي.