د جرمني والکسواګين ګروپ به په چين کې د برقي موټرونو د انکشاف لپاره يو ميليارډ يورو پانګونه وکړي
CMG2023/04/19 11:54:24
شريکول:

د جرمني والکسواګين ګروپ (Volkswagen Group) د اپرېل په ۱۸مه نېټه پلان اعلان کړ، چې له مخې به يې د چين د ان هوې ولايت په هه فې ښار کې د برقي موټرونو د څېړنې، توليد او نوښت او د فالتو پرزو د پېرودلو مرکز جوړ کړي.

نوموړې تصدۍ په همدې ورځ د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه مرکز به د موټرونو او فالتو پرزو د څېړنې، توليد او پېرودلو مختلفې برخې يو ځای کړي او د موټرونو د انکشاف په بهير کې به د چين د عرضه کوونکو تصديو پرمختللي ټېکنالوژۍ راغونډې کړي، دغه راز ښايي د نويو توليداتو او تخنيکونو د انکشاف نژدې ۳۰٪ وخت سپما کړي، څو ژر تر ژره د چيني مشتريانو اړتياوې پوره کړي.

د اعلاميې له مخې، دغه مرکز به په ۲۰۲۴م کال کې جوړ شي او شاوخوا یو میلیارډ یورو پانګونه به پرې وشي.