ولې د امريکا لوړپوړي چارواکي یو په بل پسې ارجنټاين ته ځي او هلته له چارواکو سره په چين غږېږي؟
CMG2023/04/19 15:29:05
شريکول:

د امريکې د جنوبي سيمې قوماندانۍ قوماندان لاورا ريچاردسن د اپرېل په ۱۷ مه نېټه په رسمي سفر ارجنټاين ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره يې خبرې کړې دي. د ارجنټاين خبري رسنيو په همدې ورځ په خپلو راپورونو کې د دغو خبرو په اړه داسې ارزيابي کړې: د امريکې د جنوبي سيمې قوماندانۍ قوماندان لاورا ريچاردسن په رسمي سفر ارجنټاين ته راغلی، خو له ارجنټايني چارواکو سره يې په لاتينې امريکې کې د چين په نفوذ خبرې وکړې. له دې وړاندې د امريکې د بهرنیو چارو وزارت دوهمې لوړپوړې چارواکې او دايمي مرستيال وزيرې وينډي شېرمن هم د ارجنټاين پلازمېنې بوينس ايرس ته سفر وکړ او د دغه هېواد له چارواکو سره يې د خبرو پر مهال له هغوی څخه وغوښتل چې له چين سره د اړيکو په پراخولو کې باید له احتياط څخه کار واخلي.

په ريچاردسن او شېرمن سربېره د امريکې حکومتي چارواکي په دې وروستيو کې يو په بل پسې په رسمي سفر ارجنټاين ته ځي. د روانې میاشتې په لومړيو کې د امريکې د جمهوريپال ګوند سناتور جان کورنېن د يوه پلاوي په مشرۍ ارجنټاين ته سفر وکړ او  د دې سفر پر مهال يې د ارجنټاين او چين ترمنځ د همکاريزو پروژو له امله اندېښنه وښودله. له دې وروسته د امريکې د اټومي انرژۍ د اداري کمېټې رئيس کريسټوفیر هانسن هم ارجنټاين ته ورغی او د اټومي انرژۍ په برخه کې د چين او ارجنټاين ترمنځ همکارۍ يې خطرناکې او غير مناسبې وبللې. ورپسې، ريچاردسن او شېرمن ارجنټاین ته ورغلل او له ارجنټايني چارواکو سره يې خبرې هم د چين په موضوع وڅرخېدې.

د ارجنټاين «دوولسمه پاڼه» ورځپاڼې په خپله مقاله کې ليکلي، د امريکې لوړپوړي چارواکي ځکه يو په بل پسې په رسمي سفر ارجنټاين ته راغلي، چې هغوی غواړي د چين او ارجنټاين ترمنځ اړيکې سړې کړي. ځينو نورو خبري رسنيو په اشارې ليکلي، چې ګواکي امريکا هر وخت له لاتينې امريکا سره په تېره بيا له ارجنټاين سره د چين د همکاريو څارنه کوي. له 5G څخه د نيوکوين په نوم د لرې فضا تر اکتشافي ستېشن او اټومي برېښناکوټ پورې د چين او ارجنټاين ترمنځ ټولې عادي همکاريزې پروژې امريکا اندېښمنه کوي.

ولې امريکا د اندېښنې احساس لري؟ د ارجنټاين رسنيو په دې اړه تحليل کړی، چې د امريکې ولسمشر جوبايډن د چين خلاف پاليسۍ سختې کړې دي او له دې لارې يې غوښتي چې  په لاتينې امريکې او حتی ټولې نړۍ کې د چين د پرمختګ مخه ونيسي. ارجنټاين د لاتينې امريکا لوی هېواد دی او په دې وروستيو کلونو کې يې له چين سره ګډې دوستانه همکارۍ په پراخېدو دي. ارجنټاين د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د لاتينې امريکې لومړی هېواد شو چې د يوه کمربند او يوې لارې په طرحه کې ګډون کوي او همدا د مخ پر ودې هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اساس د صادقانه همکاريو ښکارندويي کوي، خو امريکا د چين او ارجنټاين ترمنځ همکارۍ د خپلو ګټو او بادارۍ لپاره ګواښ بولي او د دغو همکاريو د مخ نيولو او خرابولو هڅه کوي.

 د نړيوالو امنيتي چارو لپاره د امريکې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ان ګانزيل د يوه پلاوي په مشرۍ ارجنټاين ته سفر وکړ او ويې ويل چې، د ارجنټاين له اتوچا-۳ اټومي برېښناکوټ سره د چين تخنيکي مرستې له نړیوال معيار سره سمون نه لري او د ډيزاين او امنيت په برخه کې يې ستونزې موجودې دي. د ارجنټاين اټومي برېښنا شرکت د يوه څېړنيز راپور په خپرولو سره د ان ګانزيل تورونه رد کړي او خبرې يې له ساينسي شواهدو پرته وبللې.

د امريکا مشرانو په ۱۸۲۳م کال کې د مونرويزم ( monroeism) مفکوره وړاندې کړې، لاتيني امريکا د خپل کور انګړ ګڼي او اجازه يې نه ورکوي چې په خپله خوښه له نورو هېوادونو سره اړيکې وپالي. د ۲۰۱۳م کال په نومبر کې د امريکې د وخت بهرنيو چارو وزير جان کيري  د لاتيني امريکا هېوادونو سازمان غونډې ته په وینا کې ویلي و، د مونرويزم زمانه پای ته ورسېده. نږدې لس کلونه پرې تېر شوي او واقعيتونه ښيي چې امريکا لا هم د لاتيني امريکې کنټرول لټوي، څو دغه سيمه په مداومه توګه د اومو موادو سرچينه، د خپلو توليداتو د ارزان خرڅلاو منزل او د خپل کلتور مستعمره وګرځوي.
نن ورځ لاتیني امريکا هېوادونه تر پخوا يووالي، همکارۍ او پرمختګ ته ډېره لېوالتيا ښيي او د خپلواکۍ ارمان يې هم څرګند شوی دی. د تېر کال په جون کې د امريکا لخوا رابلل شوې د نهمې دورې امريکايي سرمشريزه د لاتيني امريکايي هېوادونو له مخالفت سره مخ شوه او د ګډون کوونکو شمېر يې تر پخوانيو دورو کموالی ښيي. د روان کال په جنورۍ کې د لاتيني امريکې او کارابين هېوادونو ټولنې په خپله نهمه سرمشريزه کې «بوينس ايرس اعلاميه» خپره کړې او له بهرنۍ مداخلې او بادارۍ سره د مخالفت په اړه يې موافقه کړې ده.

د ۱۹ مې پېړۍ په پای کې د مکسيکو د وخت ولسمشر پورفيريو دياز، افسوس څرګند کړی و، چې خپل هېواد یې خدای ته ډېر لرې او امریکا ته ډېر نږدې دی. اوس په لاتيني امريکا کې رامنځته شو پېښو د ارجنټايني خبري رسنيو هغه نظر سم ثابت کړی، چې وايي ((په داسې حال کې چې نوي مخ پر ودې هېوادونه د پرمختګ د موندلو په هڅه کې دي، لاتيني امريکا خپل هغه سرنوشت چې خدای ته ډېر لرې او امریکا ته ډېر نږدې دي،  بدلولی شي.