د چین استازی: امريکا دې د کوریا ټاپووزمې مسئلې ته جدي پام وکړي
CMG2023/04/19 11:18:49
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپرېل په ۱۷مه نېټه د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې په اړه علني غونډه تر سره کړه. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دې غونډه کې دوه دورې ويناوې وکړې او له امريکا څخه يې وغوښتل چې دغې مسئلې ته د پاى ټکى کېږدي او معقول او عملي اقدام دې وکړي. سربېره پر دې، هغه د امريکا، برېتانيا او استراليا تر منځ د اټومي اوبتل د همکارۍ په اړه د چين دريځ هم روښانه کړی.

ښاغلي جانګ په اشارې ويلي، چې د کوريا ټاپووزمې ذروي مسئله په تاريخ کې څو ځله د حالاتو بدلېدو په حال کې وه، خو د امریکا تګلارې کله نا کله بدل شوې دي. امريکا نه يوازې ((د عمل په غبرګون کې د اقدام نيولو)) له اصولو څخه په سرغړونې سره ځواب ور نه کړ، بلکې د بندیزونو او فشارونو پخوانۍ لارې ته راستون شو، چې په پایله کې یې څو ځله د دې مسئلې د حل فرصتونه له لاسه ورکړي.

نوموړي وويل، بېلا بېلې خواوې دې د تاریخ درسونو ته ژور فکر وکړي او په دې دې پوه شي چې یوازې یو بل ته د ښه نیت په ښودلو سره متقابل باور او د سوله ييزو خبرو شرايط رامنځته کېدای شي. امريکا باید د ستونزې د پای ته رسېدو سره مخ شي، مسؤلانه سويه دې غوره کړي او ارزښتناک ګامونه دې پورته کړي. (ژباړه: شکريه)