د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير له سوريې څخه ليدنه وکړه
CMG2023/04/19 11:16:37
شريکول:

د سوريې خبري اژانس د اپرېل په ۱۸مه نېټه خبر ورکړ، چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان بن عبدالله آل سعود په همدې ورځ له سوريې څخه ليدنه وکړه. د سوريې ولسمشر بشر الاسد د سوريې په پلازمېنه دمشق کې له فيصل سره ليدنه وکړه.

بشار الاسد وويل د سوريې او سعودي عربستان ترمنځ ښې اړيکې مناسبې او طبيعي بللې او و يې ويل چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري، بلکې د عرب او سيمې ګټې منعکس وي. 

فيصل په ليدنه کې وويل، چې سعودي عربستان د ځمکنۍ بشپړتيا، امنيت او ثبات د ساتلو په چارو کې د سوريې ملاتړ کوي او په راتلونکي پړاو کې به غوښتنه وکړي، چې سوريه دې له نورو عربي هېوادونو سره اړيکې اعاده او عادي کړي.