د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستفني دوجاریک د اپرېل په ۱۸مه نېټه وویل، دا چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش او نورو جګپوړو چارواکو ترمنځ خبرې د واشنګټن تر څارلې دي، ملګرو ملتونو امریکې ته خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي وویل، ملګرو ملتونو واشنګټن ته په ډاګه کړې چې د دوی دغه کړنې د ملګرو ملتونو منشور او د ملګرو ملتونو د امتیازاتو او معاف کېدو حق په تړون کې د امریکې له دندو سره په ټکر کې دي. (هیله)