د چين د صادراتو او وارداتو د ۱۳۳م معاملوي نندارتون لومړنۍ دوره پای ته ورسېده
CMG2023/04/20 16:38:09
شريکول:

 د چين د صادراتو او وارداتو د ۱۳۳م معاملوي نندارتون لومړنۍ دوره پای ته ورسېده. په دې دوره کې په عمده توګه صنعتي مواد نندارې ته وړاندې شوي او څه باندې ۱۲۰۰ تصدۍ پکې شامل وې. د نندارچيانو عمومي‌ شمېر ۱ ميليون او ۲۶۰ زرو ته رسېده.

دغه نندارتون د بېلابېلو هېوادونو د تصديو لپاره د عرضې د امنيتي او باوري ځنځير د ابادۍ  فرصتونه برابروي او ورسره د چين د اقتصادي پرمختګ ګټې شريکوي.  

د چين د صادراتو او وارداتو د ۱۳۳م معاملوي نندارتون دوهمه دوره به د اپرېل له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې او درېيمه دوره به د مۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۵مې نېټې پورې تر سره شي.