د سږ کال په لومړۍ ربع کې چین ته د راغلو او له چین څخه بهر ته د تلونکو کسانو شمېر 116.2 سلنه زیات شوی
CMG2023/04/20 11:13:42
شريکول:

د چین د کډوالو ادارې د اپرېل په ۱۹مه نېټه په بېجینګ کې په یوه خبري ناسته کې د کډوالو چارو شمېر خپور کړ چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ ربع کې چین ته د راغلو او له چین څخه بهر ته د تلونکو کسانو شمېر 65میلیونو او 65 زرو ته رسېدلی او د تېر کال د همدې مودې په نسبت 116.2 سلنه زیات شوی. په دغه جمله کې د چین په ستره برخه کې 32 میلیونه او 351 زره اوسېدونکي، د هانکانګ، مکاو او تایوان  29 میلیونه او 488 زره اوسېدونکي او 3 میلیونه او 226 زره بهرنیان پکې شامل دي. (هیله)