شي جين پينګ د ګابن له ولسمشر علي بن بونګو اونديبا سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/04/20 11:28:28
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل د ۱۹مې نېټې په ماسپښين د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ګابن له ولسمشر علي بن بونګو اونديبا سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ په ليدنه کې وويل، چې ګابن له تېرو کلونو راهيسې د ولسمشر بونګو تر مشرۍ لاندې د خپل وضعيت له مخې د پرمختګ د مناسبې لارې د لټولو لپاره فعالې هڅې کړې، ملي ثبات او اقتصادي پلوراليزم يې هڅولی او د دولتي ابادۍ مهم برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. ګابن د سيمې د يووالي کېدو بهير يې پياوړی کړی، د افريقا د تودو مسئلو په منځګړيتوب کې یې فعال ګډون کړی، د يو ځنګل سرمشريزه (One Forest Summit) يې په بريالۍ توګه تر سره کړې او په دې وروستيو کې يې د منځنۍ افريقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې د رئيسه هېواد دنده هم پر غاړه اخيستې، چې له امله يې په نړۍ او سيمه کې خپله اغېزه لوړه کړې ده. چينايان د ګابن د صميمي دوستانو په توګه هيله لري، چې دغه هېواد په بېلا بېلو چارو کې لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي او ژر د تازه سمسور ګابن په اړه ستراتيژيکې موخه پوره کړي.