د چین د نفوس په تړاو د لوېديځوالو ګونګوسې بې ځایه دي
CMG2023/04/20 15:07:58
شريکول:

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د روان کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه د ۲۰۲۳م کال د نړیوال نفوس راپور خپور کړ چې پکې وړاندوینه یې کړې، هند به د سږ کال په منځنۍ موده کې په نړۍ کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد وګرځي. ځینو لوېديځو رسنيو په دې اړه ګونګونسې خپرې کړې او د چین په پرمختګ پسې يې ډېرې ستونزې ورتړلې دي. 

خو دغه شان ګونګوسې د نفوس د پرمختګ له میکانیزم سره په ټکر کې دي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې دا حالت شته چې د ماشومانو د زېږون کچه ټيټه ده او دغه حالت د اقتصادي پرمختګ له پړاو، د خلکو له نظریو او نورو اقتصادي او ټولنیزو لاملونو سره نږدې اړیکې لري. په تېره بیا په زیاتره پرمختللو لوېديځو هېوادونو کې د کارګرو شمېر د کمښت ستونزه پکې زیاته ده. 

 د نفوس پیمانه د یو هېواد د ودې یوه مهمه برخه ده، خو ایا دغه د اقتصادي پرمختګ په هڅوونکي رول بدلېدای شي که نه، په حقیقت کې د هغه هېواد له نظام او تګلارو سره نږدې اړیکې لري. 

چین یو زیات نفوس لرونکی هېواد دی، په چین کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو تر پلي کېدو وروسته، په تېره بیا د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې تر غړیتوب وروسته، د چین لوی نفوس د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ کې ستر فعال خدمتونه کړي. چین چټک پرمختګ موندلی او نړۍ هم د چین له پرمختګ څخه ګټور فرصتونه ترلاسه کړي. اوس چین د باکيفيته پرمختګ مرحلې دننه شوی او «نوښتګر پرمختګ» د راتلونکي ودې مهم ټکی ګرځېدلی دی. د اوږدې مودې له لحاظه، په چین کې په کافي اندازه  د بشري ځواک شتون او د ګردې نړۍ د تولید او عرضې ځنځير منځنۍ او لوړې سویې ته رسېدل د چیني تصدیو لپاره اړین تمايل دی. (هیله)