ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان په مقر کې د چيني ژبې د ورځې په مناسبت فعاليت تر سره کړ
CMG2023/04/20 15:37:41
شريکول:

د چيني ژبې د ورځې د لمانځنې په مناسبت د ملګرو ملتونو فعاليت د اپرېل په ۱۸مه نېټه د فرانسې په پاريس کې د يونيسکو سازمان په مقر کې تر سره شو. د دغه فعاليت موخه د چيني ژبې د جذابيت ښودنه او د تمدنونو د تبادلې پياوړتيا وه.

په يونيسکو سازمان کې د چين دايمي استازي يانګ جين په همدې ورځ د فعاليت په فورم کې وويل، چې (( چيني ژبه: د تمدنونو د تبادلې پياوړتيا)) په سږکال د ملګرو ملتونو د چيني ژبې ورځې اصلي موضوع ده.

د چين د ښوونې وزارت مرستيال وزير او د يونيسکو په اړه د چين د ملي کمېټې مدير چن جيې په يوه ويډيويي وينا کې وويل، چې ژبه د بشري تمدنونو وسيله ده. چيني ژبه د ملګرو ملتونو له شپږو رسمي ژبو څخه ده او په نړيوالو همکاريو کې د چين د ګډون مهمه واسطه ده او د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ او د خلکو د دوستۍ په پياوړی کولو کې مثبت رول لري.