د مارچ د ۱۹مې نېټې په ماښام، د یمن په پلازمینه صنعا کې د خیریه توکو د ویش په یوه مرکز کې د ټېل ماټېل پېښه رامنځته شوه چې له دې امله لږ تر لږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د صنعا د روغتيا څانګې مشر انيس سبيحي د چين له شينهوا اژانس سره په مرکه کې وويل، چې دغه پېښه د صنعا لرغوني ښارګوټي ته ورڅېرمه رامنځ ته شوې او طبي کارکوونکو ټپيان د بيړنيو مرستو لپاره څو روغتونونو ته لېږدولي دي.
د مسیره ټيلویزیون چې د حوثي وسله والو لخوا کنټرول شوی د حوثيانو د ویاند له قوله ویلي، چې یو څو سوداګرو د اړوندې څانګې له اجازې پرته په سړک کې نغدې پیسې ویشلې دا د ټېل ماټېل پېښې د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلی.دغه سوداګران اوس نيول شوي دي. (ژباړه: شکريه)