شي جين پينګ د يون نان پوهنتون د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور کړ
CMG2023/04/20 15:31:22
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په شلمه نېټه د يون نان پوهنتون د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت نوموړي پوهنتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او د دغه پوهنتون ټولو ښوونکو، کارکوونکو او اوسنيو او فارغ شويو محصلينو ته يې مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره کړې، چې يون نان پوهنتون له تېرو سلو کلونو راهيسې ګڼ شمېر غښتلي او مستعد وګړي روزلي او د قومي يووالي او پرمختګ او د سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پياوړتيا لپاره يې خدمتونه کړي دي.

يون نان پوهنتون په ۱۹۲۲م کال کې جوړ شوی او په ۱۹۲۳م کال کې په رسمي توګه په کار پيل وکړ او د چين د لوېديځې سرحدي سيمې له مجموعي پوهنتونونو څخه دی. دغه پوهنتون له جوړېدو راهيسې د بېلا بېلو برخو څه باندې ۳۰۰ زره مستعد وګړي روزلي.