د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د اپرېل په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان له سرمنشي جانګ مينګ سره وکتل.
چين ګانګ وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال د سمرقند په سرمشريزه غونډه کې د شانګهای همکارۍ سازمان بريالۍ تجربې راغونډې کړې او په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ د پراخولو په اړه يې د ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره نوې ګډې نظریې شریکې کړې دي. دا چې د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ لپاره د راتلونکې لارې لارښوونه کړې ده. چين غواړي له نورو غړو هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي، په فعاله توګه د رئيس شي جين پينګ لخوا وړانديز شوي درې ستر وړانديزونه پلي کړي او سره يو ځای د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.
جانګ مينګ وويل، د دغه سازمان دارالانشا به په جدي توګه د دولتونو د مشرانو لخوا شوې موافقې پوره او پلې کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان به لا زيات پرمختګ وکړي. نوموړي د دارالانشا د چارو لپاره د چين د ټينګ ملاتړ څخه مننه او ستاینه څرګنده کړه.