د مکسیکو ولسمشر د امریکې څارگريز فعاليتونه وغندل
CMG2023/04/20 14:21:57
شريکول:

 د مکسیکو ولسمشر اندریس لوپیز د اپریل په ۱۷مې نېټې پر امریکې نیوکې کړې چې په مکسیکو کې يې لاسوهنې او څارگريز عملونه کړي. 

نوموړي په همدې ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبري ناسته کې وویل، د امریکې د نشه يي توکو د کنټرول ادارې د مکسیکو حکومت له اجازې پرته د نشه يي موادو قاچاقبرانو په ځايي ډله کې نفوذ کړی، دغه عمل يې مکسیکو ته د منلو وړ نه دی. هېڅ بهرنی جاسوس یا امنیتي اداره د مکسیکو په قلمرو کې جاسوسي عمل نه شي ترسره کولای. 

ولسمشر اندریس لوپیز وویل، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  په یوه لیکنه کې راغلي، چې د مکسیکو په ځینو امنیتي ادارو کې سیالي موجوده ده او اړیکې يې ترینګلې دي. ولسمشر پر دې ټينګار وکړ چې د امریکې دغه عملونه سم نه دي چې د جاسوسي کړنو له لارې د مکسیکو د امنیتي ارګانونو څار کړی او اړوند مالومات يې حتی رسنیو ته ورکړي دي. (هیله)