چين د ګډ پرمختګ لپاره د نړۍ د ګډو اقداماتو غوښتنه کوي
CMG2023/04/20 15:15:51
شريکول:

د چين د نړيوال پرمختګ او همکارۍ ملي ادارې رئيس لوه جاو هوی د اپرېل په ۱۸مه نېټه د پرمختګ لپاره د پانګو د راغونډولو په اړه د ملگرو ملتونو د ۲۰۲۳م کال په فورم کې وينا وکړه او غوښتنه يې وکړه چې تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ اجنډا په اړه د نړيوالو ګډې نظريې ته درناوی کړی او د ګډ پرمختګ لپاره به ګډه وده ورکړي.

لوه جاو هوی وويل، تر ۲۰۳۰م کال پورې د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ اجنډا د عملي کېدو لپاره د پانګو راغونډولو ته اړتيا لري. د اوسني نړيوال حالت په اثر د پرمختيايي پانګو کمښت لا پيچلی کېږي. چين د دوامدار پرمختګ اجنډا او د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو لپاره اقدامات کوي او نړيوال ګډ اقدام ته هم اړتيا لري.

نوموړي وويل، د رښتيني څواړخېزم د ټينګښت لپاره دا لازمه ده چې د پرمختګ مسئله دې د نړيوالې اجنډا مرکزي ځای بېرته خپل کړي او په ځانګړي توګه دې د نړیوال کړکېچ ته پاملرنه وکړي څو د دوامدار پرمختګ اجنډا د پلي کولو لپاره وړ شرايط برابر شي.