چين له پرمختللو هېوادونو غوښتي چې اقتصادي او پولي پاليسۍ په احتياط تعديل کړي
CMG2023/04/21 12:37:23
شريکول:

نړيوال وجهي صندوق په دې وروستیو کې د تازه نړيوال پولي ثبات راپور خپور کړ او پکې یې ويلي، چې د امريکا د بانکدارۍ ګډوډۍ په شمول د ځينو لاملونو تر اغېز لاندې نړیوال پولي خطرونه زيات کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپرېل په ۲۰مه نېټه وويل، چې اوسمهال د نړيوالو پولي خطرونو زياتوالی، په پرمختللو هېوادونو لکه امريکا کې، چې خپل پولي سیاستونه یې په زياته اندازه سره تنظیم کړي دي، نږدې تړاو لري. چين له دې هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې په احتياط سره د خپلو اقتصادي او پولي پاليسو د خپرېدو اغېزې وڅېړي، په وخت د بازار اټکل  ثابت کړي او پر نړيوال پولي ثبات له ناوړه اغېزو ډډه وکړي.

وانګ ون بين وويل، د امريکا د فيدرالي زيرمې ادارې له تېر کال راهيسې په زياتې پيمانې سره د بانکي سود صفر لوړ  کړی، چې د پيسو راغونډولو نړيواله سربيه يې لا لوړه کړې او د نړيوالې پانګې بې ثباتي يې لا پسې زياته کړې ده . د دې له امله نه یوازې په امريکا او اروپا کې د ځینو بانکونو د افلاس، بلکه د مخ پر ودې بازارونو او پرمختيايي هیوادونو ستونزې یې هم زیاتې کړې، چې د نړیوال اقتصاد د رغېدو او د نړۍ د ګډ پرمختګ په ګټه نه دي.