د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس د اپرېل په ۲۰مه نېټه د افریقا ليګ لخوا جوړه شوې د سوډان وضعیت په اړه ویډیویي غونډې کې ګډون وکړ او په سوډان کې یې د جګړې له اړوندو خواوو وغوښتل، چې د کوچني اختر په جریان کې لږترلږه د دریو ورځو لپاره اوربند وکړي، ترڅو بند شوي عام وګړي د جګړې له سیمو ووځي، طبي درملنه ، خواړه او نور مهم توکي تر لاسه کړي.
ګوتریس سوډان کې د عامو خلکو د تلفاتو د زیاتوالي، سخت بشري وضعیت او چې ښايي جګړه نوره هم پراخه شي، جدي اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي زیاته کړه، چې دی سوډان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په خوندیتوب یې هم اندېښمن دی. هغه پر ټولو خواوو غږ وکړ، چې په ګډه پر وسله والو فشار راوړي تر څو اوربند وکړي.