چيني طب او بوټي د نړۍ ۱۹۶ هېوادونو او سيمو ته خپاره شوي
CMG2023/04/21 10:56:21
شريکول:

د چين د چيني طبي او بوټيو ملي ادارې د خبر له مخې، چيني طب او  بوټي تر اوسه د نړۍ ۱۹۶ هېوادونو او سيمو ته  خپاره شوي دي. نوموړې اداره به نړۍ ته د چيني طب او بوټيو د ورپېژندلو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

(( د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د چيني طب او بوټيو د پرمختګ پروګرام د تطبيق پلان)) په دې وروستيو کې خپور شو. د چين د چيني طبي او بوټيو ملي ادارې په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او د نوموړي سند او د چيني طب او بوټيو د کلتوري چارو په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکړل. په نوموړي سند کې راغلي، چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به د چيني طب او بوټيو کلتوري توليدات او خدمتونه لا ښه او غني وي، د اړوندو موزيمونو ابادۍ به چټکې شي، د چيني طب او بوټيو د کلتوري خپرونې سيستم به بشپړ شي او د چيني طب د برنډونو يو لړ کلتوري فعاليتونه به جوړ شي.