د چين ميډيا ګروپ د نړيوالو ويډيوګانو د درېيم فېستيوال فعاليت په بريالۍ توګه تر سره شو
CMG2023/04/21 11:25:47
شريکول:

د اپرېل په ۲۰مه نېټه، د ۲۰۲۳م کال لپاره د ملګرو متلونو د چيني ژبې ورځې او د چين ميډيا ګروپ د نړيوالو ويډيوګانو فېستيوال فعاليت په جنېوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې په بريالۍ توګه تر سره شو. د ملګرو متلونو د چيني ژبې ورځې په پار د چين ميډيا ګروپ د اروپايي سټېشن له خوا جوړ شوی پروګرام په همدې ورځ په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر پر ډيجټالي ډګر خپور شو او د نندارې وخت به يې تر دوو اوونيو پورې دوام ولري.

سږکال د شي جين پينګ له خوا د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د وړاندې کېدو له لسمې کليزې سره برابر دی. د (( لارې )) تر عنوان لاندې فېستیوال کې، د بريتانيا، فرانسې، جرمني، ايټاليا او روسيې په شمول د ۳۷ هېوادونو او سيمو د چيني ژبې مينه والو ۹۳۹ ويډيوګانې  نندارې ته وړاندې شوي دي.