د يمن حوثي وسله والو د اپرېل په ۲۰مه نېټه وويل، چې دغه سازمان په همدې ورځ ۷۷ جنګي بنديان خوشي کړل.
د جنګي بنديانو په چارو کې د حوثي وسله والو یوه چارواکي عبدال قادير مورتدها د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې حوثي وسله والو د صميميت د ښودلو لپاره دغه اقدام کړی او غواړي په راتلونکې کې د يمن له حکومت سره د لا زياتو جنګي بنديانو د سپارلو تړون لاسليک کړي.
د اپرېل له ۱۴مې نېټې راهیسې، د يمن حکومت او د سعودي عربستان په مشرۍ د زياتو هېوادونو متحدو ځواکونو له حوثي وسله والو سره د ګڼ شمېر جنګي بنديانو د سپارلو اقدامات تر سره کړي، چې له امله يې له ۸۸۰ زيات جنګي بنديان خوشي شوي دي. د یادولو ده، چې متحدو ځواکونو د اپرېل په ۱۷مه نېټه ۱۰۴ حوثي بندیان وسله وال خوشي کړل.