چين ګانګ د بهرنيو چارو وزارت په لانټينګ فورم کې وينا وکړه
CMG2023/04/21 18:08:16
شريکول:

(( د چيني شکله عصري کېدل او نړۍ )) لانټينګ فورم د اپرېل په ۲۱مه نېټه د چين په شانګهای کې تر سره شو.

د چين د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ په دغه فورم کې پر چين د ځينو بې ځايه تورونو او خبرو په اړه وويل، چې له چين سره د تايوان يو ځای کېدل له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوال نظام يوه برخه ده. د نړيوالو اصولو ويجاړوونکي، د اوسني وضعيت د يواړخيز بدلون غوښتوونکي او د تايوان تنګي د ثابت ورانوونکي له چين څخه د تايوان د جلا کولو ځواک او د ګوتو په شمېر بد نيت لرونکي هېوادونه دي، چې دوی غواړي د دوهمې نړيوالې جګړې تاريخ بدل کړي، روان نړيوال نظام نسکور کړي او د چين ملي حاکميت پايمال کړي. دغه راز چين ګانګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين  د خپلې خاورې بيا ورکېدو ته اجازه نه ورکوي او له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د جوړ شوي نړيوال نظام نسکورېدو ته اجازه نه  ورکوي.