د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان پخواني مرستيال مدير او په چينګ هوا پوهنتون کې د چين او افريقا د مشرتابه قوت مرکز ګډ رئيس ګيتاچيو نجيدا او د بلوسټار اډيسو شرکت لومړي اجرائيوي مشر جيان مارک دوبلانک د ۲۰۲۲م کال لپاره د چين د حکومت د دوستۍ جايزې تر لاسه کړې. په فرانسه کې د چين سفارت د اپرېل په ۱۹مه نېټه نوموړو ته د جايزو د ورکولو مراسم تر سره کړل.
په فرانسه کې د چين سفير لو شا يې وويل، چې د چين پرمختګ د دغه هېواد د بېلا بېلو قومونو د خلکو له مداومو هڅو څخه جلا نه شي کېدای او پکې د ډېرو نړيوالو ملګرو او بهرنيو کارپوهانو هوښياري او کوښښونه هم شامل دي. د تاريخ د نوې مبدا په توګه به د چين حکومت د ورخلاصون پر ملي تګلارې او د ګډو ګټو پر ستراتيژۍ ټينګار وکړي او د نورو هېوادونو له خلکو سره د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.