چینايي کريکتور نه یوازې د چین، بلکې د نړۍ ارزښتناک میراث دی
CMG2023/04/21 15:13:34
شريکول:

د اپرېل ۲۰مه نېټه، د ملګرو ملتونو د چیني ژبې له ځانګړې ورځې سره برابره وه. اوس د چین او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکارۍ او تبادلې او د خلکو تګ راتګ مخ په زیاتېدو  دی او د  نړۍ په کچه، پر چیني ژبې د زده کړې شوق هم په دوامداره توګه لوړ شوی دی. امریکايي کارپوه ریچارډ سیرس (Richard Sears) چې اوس د جیانګ سو ولایت په نان جینګ ښار کې اوسېږي، له چیني ژبې سره ژوره مینه لري او له لسګونو کلونو راهیسې يې چینايي کريکتور زده کړې او اړوندې څېړنې کړې او کوي يې. هغه د چینايي کريکتور سرچینې په اړه یو دېتابېس جوړ کړی او د چیني او بهرنیو انټرنيټ استعمالوونکو لخوا د چیني کريکتور کاکا  نومول شوی دی. د ده په اند، چیني کريکتور نه یوازې د چین، بلکې د نړۍ ارزښتناک میراث دی.

ریچارډ سیرس وویل، چینايي کريکتور زرګونه  کاله تاریخ لري، هر چیني کريکتور د توکو پېژندنې سرچینه او معنا لري  او پکار ده، چې د علمي څېړنو له لارې د چیني کريکتور تاریخي سرچینه ولټول شي. د ده په اند، د چیني کريکتور تاریخي سرچینې په لټولو سره به په لرغونې زمانه کې د چینایانو د ژوند او کلتور په اړه مالومات تر لاسه شي. د مثال په توګه، ځينې کريکتور په لرغونې زمانه کې د منسوجاتي چارو حالت ښيي، ځینې کريکتورونه د ستوري حالت ښيي او ځينې نور يې د چین د دودیزو کرنیزو چارو حالت ښيي. ریچارډ سیرس  زیاته کړه، چې د چیني کريکتور تر شا د سرچینې او کیسې په لټولو سره د چین رښتینی عنعنوي کلتور پېژندل کېدای شي. هغه د چیني کريکتور د لرغوني تاريخ د لټولو په پروسه کې ډېر خوندونه اخیستي دي. هغه وویل، د چیني کريکتور د زده کړې په بهیر کې مې ډېرې خوشحالۍ او خوندونه تر لاسه کړي دي او زه به په دوامداره توګه دغه کارونه ترسره کړم.

ریچارډ سیرس په ۱۹۹۴م کال کې د زړه په ناروغۍ اخته شو، تر بیا رغېدو وروسته يې نوې نظریې پیدا کړې او پرېکړه يې وکړه، چې په قاموسونو کې ټول لرغوني چیني کريکتورونه په کمپیوټر کې ثبت کړي او د چینايي کريکتور د سرچینې یو دېتابېس جوړ کړي. هغه په دې اړه وویل، چې هغه وخت مې د باور وړ قاموسونو او د مختلفو کارپوهانو وړاندیزونو د راغونډولو لپاره ډېر کوښښونه  وکړل، پخپله مې هم غور  وکړ، چې د چینايي کريکتور رښتینې سرچینې باید څنګه وي او د رښتینۍ سرچینې د لټولو لپاره مې نه ستومانه کېدونکي  زحمتونه وایستل . د ده تر ۸ کلن کوښښ وروسته، یعنې په ۲۰۰۲م کال کې دغه دېتابېس جوړ شو او پکې څه باندې 6500 چینايي کريکتورونه شامل دي، هر کريکتور خپل نمبر لري او انټرنیټ کارکوونکي د سرچ نمبر له لارې د هر کريکتور د شکل بدلون بهیر او ټولې بڼې پیدا کولای شي.

ریچارډ سیرس وویل، د چیني ژبې زده کړه، نه یوازې  د ختیځ یوه عجیبه ژبه خپلوي، بلکې د دغو کريکتورونو په څېړنې سره د چین زرګونه کلن تاریخ درپېژني. د مختلفو کسانو په اند، هنر او کلتور بېلا بېلې څرګندونې ښکاري، پېژندنه له  تعصب څخه د ډډې کولو  لپاره یو مهم ګام دی.

نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال په ګردې نړۍ کې د چیني ژبې د زده کړې څپه راپارول شوېده. د چین د ورخلاصون او پرانیستې تګلارو په پياوړې کېدو سره، د دغه هېواد نړیوالې اغېزې او مقام مخ په لوړېدو دی. بېلا بېل هېوادونه هیله لري، چې د چین په اړه لا زیات مالومات تر لاسه کړي، نو چیني ژبه د چین پېژندلو لپاره یوه کلۍ ګڼل کېږي. د چینايي کريکتور تر شا د کیسو په پېژندلو سره به د چین دودیز کلتور نور ښه وپېژندل شي او په دې سره به د لوېديځ او ختیځ د کلتورونو تبادلې ته یوه ښه لاره پيدا شي. چینايي کريکتور نه یوازې د چین،  بلکې د نړۍ ارزښتناک میراث دی.