شي جين پينګ د کيوبا د دولت رئيس دياز کانيل بيرموديز ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/04/21 09:53:57
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ۲۰مه نېټه د کيوبا د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس دياز کانيل بيرموديز ته د پيغام په لېږلو سره د کيوبا د دولت رئيس د بيا ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وړاندې کړه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې  وویل، چې د چين او کيوبا ترمنځ اړيکو  په لوړه کچه پرمختګ کړی او ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. شي جين پينګ  زیاته کړه، چې تېر کال رئيس کانيل له چين څخه رسمي ليدنه وکړه او ورسره يې په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړې دوستۍ د پياوړتيا په اړه مهمې او ګډې نظريې  شریکې کړې. 

شي جين پينګ د چين او کيوبا ترمنځ د اړيکو ټينګښت ته په درنه سترګه ګوري او په خپل پيغام کې يې هيله وښوده، چې له رئيس کانيل سره نژدې راکړه ورکړه وساتي، د دواړو ګوندونو او هېوادونو د اړيکو سياسي لارښوونه پياوړې کړي او د چين او کيوبا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.