د اپرېل په ۱۹مه نېټه د چين د نړيوال پرمختګ د همکارۍ ملي ادارې، په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي پلاوي او د ملګرو ملتونو د اړوندو څانګو په کوربه توب (( د نړيوال پرمختګ د پېشنهاد نوی جريان او د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا نوي اقدامات )) تر عنوان لاندې د لوړې کچې فعاليت د ملګرو ملتونو په مقر کې تر سره شو.
د چين د نړيوال پرمختګ د همکارۍ ملي ادارې مشر لوه جاو هوی په دغه فعاليت کې وويل، چې چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د نړيوال پرمختګ د پېشنهاد په شمول، مهمې مفکورې وړاندې کړي او د نړيوال پرمختګ د چارو د سمسورتيا لپاره يې خپل رغنده او پیاوړي اقدامات تر سره کړي . ده زیاته کړه، چې چين د چيني شکله عصري کېدو او د لوړ کيفيت د پرمختګ او د لوړې کچې د ورخلاصون لپاره هڅې کړي، د دواملرونکي پرمختګ د موخو د پوره کولو په اړه يې ګټورې تجربې راټولې کړي او عملي او کاپي کېدونکي پلانونه يې برابر کړي دي.