د ۲۰۲۳م کال لپاره د چین د کرهنیزو چارو د وړاندوینې غونډه د اپرېل په ۲۰مه نېټه جوړه شوه. په دغه غونډه کې، د چین د کرهنیزو او کلیوالو چارو وزارت د بازاري وړاندوینې او خبردارۍ د کارپوهانو کمېټې د چین د کرهنیزو چارو په اړه یو راپور (2032-2023)خپور کړ، چې پکې اټکل کېږي، سږ کال به د چین د غلو دانو تولید ثابت پرمختګ وساتي.
په یاد راپور کې راغلي، چې تېر کال د چین د کرهنیزو او کلیوالو چارو په اصلاحاتو او پرمختګ کې څرګند بریالیتوب تر لاسه شوی، د غلو دانو حاصلات بیا لوړې سویې ته رسېدلي او د غلو دانو او نورو زراعتي تولیداتو د عرضې بنسټ خوندي ساتل شوی دی. د یاد راپور له مخې، سږ کال ښايي په چین کې د غلو دانو تولیدي اندازه ثابت پرمختګ ومومي او ښايي چې 694 میلیونو ټنو ته ورسېږي. (هیله)