شي جين پينګ لانټينګ فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2023/04/21 11:34:40
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۱مه نېټه ((د چيني ځانګړتيا لرونکي عصري کېدو او نړۍ))  تر عنوان لاندې لانټينګ (Lanting) فورم ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

په دې پیغام کې شي جين پينګ  وویل، چې له څه باندې سل کلونو راهيسې، عصري کېدل تل د چينايانو نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې دي او د ټولې نړۍ د خلکو ګډه هڅه هم ده. کله چې یو هیواد د عصري کېدو په لور حرکت کوي، باید نه یوازې د عصري کولو عمومي قوانین تعقیب کړي، بلکې خپلو شرایطو او واقعیتونو  ته په کتو خپلې ځانګړتیاوې ولري. ده زیاته کړه، چې د چين کمونېست ګوند او د هېواد د ټولو قومونو وګړو له اوږدې مودې او سختو څېړنو وروسته د پرمختګ يوه داسې لاره موندلې، چې د هېواد له واقعي شرايطو سره سمون لري او د يو پياوړي هېواد د جوړولو او د ملي سمسورتيا د هڅولو لپاره يې هراړخيز پرمختګ کړی دی.

هغه وويل، دا د چين هيله ده، چې د چيني ځانګړتيا لرونکي عصري کېدو نوې لاسته راوړنې د نړيوال پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي او د لا ښې پرمختيايي لارې، لا مناسب ټولنيز نظم او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړي.

((د چيني ځانګړتيا لرونکي عصري کېدو او نړۍ)) په نوم لانتينګ فورم د چين د عامه ډيپلوماسۍ ټولنې، د چينايانو د بهرنيو چارو انستيتوت او د شانګهای ښاروالۍ  لخوا په ګډه  جوړ شو، چې د کابو ۸۰ هېوادونو د حکومتونو، فکري  مرکزونو او رسنيو استازي پکې ګډونلري. (ژباړه: شکريه)