په سوډان کې د حکومتي پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه، د اپرېل په ٢٠مه نېټه شپږمې ورځې ته ورسېده او يوه ورځ مخکې دواړو خواوو د ۲۴ ساعته اوربند په اړه د نړيوال وړانديز سره سم عمل وکړ، خو د دې هيواد په پلازمينې خرطوم کې هم وخت په وخت د ډزو غږونه اورېدل شوي. د روغتيا نړيوال سازمان تازه شمېرې ښيي، چې په دې وسله واله جګړه کېله ۳۰۰ ډېر عام وګړي وژل شوي دي.