د پيرو پخواني ولسمشر په امريکا کې ځان قانون ته سپارلی او وروسته به پيرو ته وسپارل شي
CMG2023/04/22 11:34:57
شريکول:

د اپرېل په ۲۱مه نېټه، د پيرو پخواني ولسمشر اليجاندرو توليدو ځان د امريکا د عدل ادارې ته سپارلی دی. هغه به پيرو ته وسپارل شي او پرې به د فساد او د پيسو د مينځلو تورونه ولګول شي.  نوموړي همداراز  ويلي، چې له دې تورونو څخه به ډډه  ونکړي، خو غوښتنه يې وړاندی کړی،چې په زندان کې مه وژل کېږي. د معلوماتو له مخې،‌ اوس توليدو د امريکايي پوليس لخوا توقیف شوی دی.

نوموړي له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۰۶م کال پورې د پيرو ولسمشر ؤ . د هغه د  دندې له  ختمېدو وروسته،  نوموړی د پيرو د عدل ادارې لخوا متهم شو، چې د برازيل د لوی ساختماني شرکت اوديبرېچت(Odebrecht S.A.)لوی رشوت يې تر لاسه کړی او د دې شرکت لپاره د پيرو د لارې جوړونې پروګرام يې برابر کړی. که دا جرم تائيد شي، نو هغه به ښایي د ۲۰ کلونو او ۶ مياشتو لپاره  زنداني شي. د پيرو حکومت په رسمي توګه امريکا ته د نوموړي د سپارلو غوښتنه وړاندې کړې ده. ‌ له دې امله نوموړی په ۲۰۱۹م کال کې په امريکا کې توقف شو، په ۲۰۲۰م کال کې په ضمانت له بند څخه خوشي شو او له دې وروسته په امريکا  کې په خپل کور کې نظر بند شو.